دکلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. دغه وزارت ویلي چې د مالیې وزارت د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په ارباب خیلو کلي کې د ۸۴۳ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل کړې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه دیوال ۴ متره لوړوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې ۶۰۰ د استوګنې کورونه او ۱۱ زره ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي. د یادولو وړ ده چې په دې پروژه کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته هم د کار زمینه برابره شي.








