د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د ایران د نفتي محصولاتو د ټولنې د رییس احمد معروف خاني هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې وو افغانستان په پولو کې د نفتو د کیفیت کتلو کومه وسیله نه لري او دوی د خپلو تعریفونو له مخې ځينې جوپې بیرته راګرځوي. یادې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د هېواد په ټولو بندرونو کې د نفتي توکو فعال لابراتوارونه لري او د متخصصو کسانو له لوري کنټرولېږي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټول هغه توکي چې د دې ادارې په معیار برابر نه وي، دوی به یې هیڅ کله هېواد ته د واردولو اجازه ور نه کړي او زیاته کړې یې ده، چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه غواړو چې د بې بنسټه نیوکو پرځای دې د خپلو صادراتي توکو کیفیت ته پاملرنه وکړي.








