د بلخ ولایت ولایت چارواکو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه سړک چې د مزارشریف ښار په څلورمه ناحیه کې د ترکیې او پاکستان کونسلګریو ترمنځ غځېدلی دی، د ښاروالۍ له بودیجې څخه به د ۲۲ میلیونه او ۴۰ زره افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول ورغول شي. د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دغه سړک د پخولو چارو په پیل خوښي څرګندوي او وایي چې په جوړېدو سره به یې د دوی ګڼې ستونزې حل شي . د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ویلي، چې دوی روان کال ۲۰ بېلابېلې پراختیایي پروژې په پلان کې لري، چې د هغو له ډلې یې د ۱۰ پروژو چارې پیل شوې دي.








