د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د هرات نورالجهاد سب سټېشن د ریټینګ وال برخې د کېندلو، قالب بندۍ او کانکرېټ اچولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي. د افغانستان برېښنا شرکت پر خپله ټویټر پاڼه دا هم ویلي، چې اړوند تخنیکي کارکوونکي شپه او ورځ هڅې کوي، چې پاتې چارې ژر تر ژره بشپړې او یاد سب سټېشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد سب سټېشن ظرفیت ۱۲۵ مېګا ولټه دی، چې د چارو په بشپړېدو او فعالېدو سره به یې په یاد ولایت کې زرګونه نویو پېرودونکو ته برېښنا برابره شي. د دې سب سټېشن چارې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لګښت، د ترکمن انرګو قراردادي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.








