د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې له څه باندې ۱۱ زره بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو خبر ورکړ. دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د هیواد په ۱۶ ولایتونو «بلخ، سمنګان، سرپل، ننګرهار، هرات، جوزجان، بغلان، کندهار، فراه میدان وردګ، خوست، هلمند، غزني، لغمان، لوګر او کاپیسا» کې د لیندۍ له ۱۱مې تر ۱۶مې پورې د نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ یې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې کړې دي. د یاد وزارت په خبره، په دغو مرستو کې پیسې، خوراکي او روغتیایي توکي، شېدې ورکوونکې اوزې، ژمنۍ بستې، سولر او داسې نور شامل دي.








