په افغانستان کې د بريتانيا سفارت چې په دوحه کې فعاليت کوي، اعلان کړی چې په افغانستان کې يې د ماين پاکولو لپاره پنځه نيم ميليونه پونډه مرسته کړې ده. د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې په دې مرسته یې زیاته برخه ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده. په افغانستان کې د روسانو له شتون د پاتې شوو ځمکنیو ماینونو چاودنې ګڼ شمېر افغانان په ځانګړې توګه ماشومان وژلي دي. د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر، د ماین پاکۍ له نړیوالې موسسې هلوټرست څخه غوښتي چې کابل ولایت د خپلو خدماتو په لومړیتوب کې ونیسي. هغه د هلوټرسټ موسسې له مشر جیمز میشاییل کاونس سره په لیدنه کې د کابل ولایت ماین پاکي بیړنۍ اړتیا ګڼلې وه.








