د غزني ولایت چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ښار کې یې د دوو هغو پروژو چارې بشړې کړې چې د تېرې ادارې پرمهال یې کارونه نیمګړي پاتې وو. د غزني ښاروال ویلي، چې په غزني ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د علي لالا په نوم د دوو سوداګریزو او هستوګنې بلاکونو د جوړولو چارې چې د تېرې ادارې پرمهال نیمګړې پاتې وې، د ۳۶ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د مالوماتو له مخې دغه بلاکونه په ۳ پوړونو کې جوړ شوي، چې ۱۶ د استوګنې واحدونه لري او هر یې درې خونې لري. د ښاروال په خبره، دغه سوداګريزې ودانۍ چې ٤٨ دوکانونه هم لري، د غزني سوداګرو او ښاريانو ته به په کرايه ورکړل شي.








