د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې په کور دننه له ۶میلیونه ډېرو بېځایهشویو ترڅنګ له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دېادارې پرون چهارشنبه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له پاکستانه را ستانه شوي افغان کډوال د سرپناه خوندي ځای نه لري او دوی ورته په دې اړه اندېښمن دي چې را روان ژمی به له ګڼو ستونزه سره مخ وي. دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د کډوالو د ایستلو پرېکړې کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د کډوالو او بشري حقونو ملاتړو ادارو په روان ژمي کې له پاکستانه د راستنېدونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه. بلخوا بیا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې په روان ژمي کې دې افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.








