د غور ولایت چارواکو خبر ورکړی دی، چې د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې د ۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دا ۵۰کیلومتره کلیوالي سړکونو د غور ولایت د تولک، تیورې او دولینې ولسوالیو کې بیا رغول کېږي. د یاد ولایت د والي ویاند رسنیو ته ویلي، چې د دې سړکونو مالي لګښت د خوړو نړیوال سازمان له لوري ورکول کېږي. دیادو سړکونو د بیارغونې چارو په پیل سره، د دې سیمو شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکول کیږي. دا لومړی ځل نه دی چې په دې ولایت د سیمې خلک د کار په بدل کې خوراکي توکي ترلاسه کوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د دې ته ورته پروژو له لارې، خلکو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکړل شوي دي.








