د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د چین له سفیر سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزرات ویلي؛ د دغه وزارت سرپرست د چین له سفیر جاوشینگ سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی. د چین سفیر جاوشینګ ویلي، چې چینایي شرکتونه غواړي د وچو میوو د پروسس په برخه کې دلته پانګونه وکړي. ویل کیږي، چې دواړو لورو د سوداګریزو مواصلاتي لارو او ترانزیټ په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.








