د هرات ولایت د زلزله ځپلو ورګړو سره د مرستې په موخه د قطر د بشري مرستو دویمه جوپه هم را رسېدلې او د هرات په هوایي ډګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوې ده. د مالوماتو له مخي په دغه مرستو کې ۱۰۰۰ روغتیايي کېټونه، ۱۶۴۳ کارتنه خوراکي توکي، ۳۴۵۰ کمپلې، ۲۰ ټنه خرما او ۲۵۰ خېمې شاملې دي، چې په په زلزله ځپلو وګړو به ووېشل شي. په ورته مهال د قطر خيريه موسسې استازي مشعل ناصر خوښي څرګنده کړې چې د افغاني سرې مياشتې په هلو ځلو وتوانېدل چې په هرات ولايت کې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي او د دې هیواد له زيانمنو شویو سره په مرستو کې خپله برخه واخلي. د یادولو وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې ټولنه په هرات ولایت کې د زلزلې له لومړۍ ورځې راهيسې د نړيوالو مرستو د راجلبولو هڅې کوي او لا یې هم دوام ورکړی دی.








