د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وایي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی دی. اوچا پرون په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې افغانستان په نړیواله کچه د شنو خونو د مضره ګازونو یوازې ۰،۰۱ سلنه جوړوي او موږته په کارده چې د عادلانه حل لارو لپاره سره یوځای شو او د هغو ملاتړ وکړو چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي. همدا راز د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما هم د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو له ۲۸م کنفرانس سره هم مهاله، له ښکېلو اړخونو غوښتي وو چې د پوهاوي پر ځای دې عمل ته مخه کړي. د یوناما په خبره اقلیمي ټکانونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی دی.








