روغتیا نړیوال سازمان له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه یو تازه راپور کې ویلي چې د تېرې نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې یې له ۱۱۷ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې چې د هغو راستنو شویو افغان کډوالو ته چې روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي شاوخوا ۳۰ زره یې ښځې او له ۲۴ زرو څخه زیاتې یې نجونې وې. دغه سازمان ویلي چې افغانستان کې روغتیايي سیستم کمزوری دی او په دغه هیواد کې په ساري ناروغیو په ځانګړي ډول د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ باندې د اخته کیدو ګواښ زیات شته دی. افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې په کې لا هم د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښوي.








