د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستانه د راستنېدونکو یو میلیون افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۶.۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان کډوال تر ټولو بد وخت کې اېستل کېږي او دوی نه پوهیږي چې څنګه له سخت ژمي ځان وژغوري. د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په نومبر میاشت کې یې د نږدې ۲ سوه اتیا زره راستنیدونکو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسنادهکډوالو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان سره، له ۳۷۰ زروډېر افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کورونو او ملکیتونو پرېښودو ته اړ شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.








