د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کډوالو د ثبت او ښه راغلاست کمېټې مسولینو ویلي، چې پرون ورځ له پاکستانه څخه د سپین بولدک له لارې ۲۰۶ کورنۍ راستنې شوې دي. سرچینې زیاته کړې یادې کورنۍ چې د غړیو ټول شمېر یې ۱۰۹۵ تنو رسېږي، د مرستو اخيستلو په موخه بېلا بېلو موسسو ته ور پېژندل شوي دي. له پاکستان څخه لاهم د تورخم او سپین بولدک له لارو د افغان کډوالو را ستنېدل دوام لري. که څه هم چې د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستان څخه دا غوښتنه کړې وه، چې د هوا په سړېدو سره دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي، خو پاکستان یې دا غوښتنه نه ده منلې او لا یې هم دا لړۍ روانه ساتلې ده.








