د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو سره د مبارزې دفتر وایي، چې افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل کښت پیداکولو په موخه یې یوه متخصصه ډله ګومارلې ده. یاد دفتر زیاتوي؛ ګومارل شوې ډله افغان بزګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت پیدا کولو په لټه کې ده. دغې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د کروندګرو لپاره د کوکنارو پرځای د ډاډمن بدیل کښت په اړه د بحث لپاره یې په کابل کې د کارپوهانو یوه ډله رابللې، څو د هغو کروندګرو ستونزې ته یوه حللاره ومومي چې د کوکنارو پرکښت متکي دي. یادې ادارې، د دې بحثونو د پایلو یادونه ده کړې، خو ویلي یې دي چې په دې اړه نورو بحثونو ته اړتیا شته.








