افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې تېره یوه میاشت کې یې څه باندې ۹۲ زره راستانه شویو افغانانو ته روغتیایي خدمتونه رسولي دي. یاد سازمان د تېرې نومبر میاشتې راپور کې ویلي، چې لا هم هره ورځ ۱۷ زره کسان له پاکستانه افغانستان ته راستنیږي چې ۴۸ سلنه یې ښځې دي. یاد سازمان ویلي، چې د ژمي په رارسېدو سره د دغو راستانه شویو ستونزې لا پسې ډېریږي او زیاته کړې یې ده چې د حل لپاره یې لس میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.








