د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې له ایران او پاکستان څخه ۴ زره ۹۷۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت ویلي چې د روانې لېندۍ میاشتې په دویمه او درېیمه نېټه باندې ۷۳۴ کورنۍ چې ۳ زره ۶۴ تنه کېږي د تورخم له لارې او دغه راز د لېندۍ په دوهمه له ایران څخه ۱۹۰۶ افغانان په جبري او داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت ویلي چې دغه کسان د مرستو په موخه بېلابېلو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.








