د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه پاکستان ته پر تلونکو موټرو د نویو محدودیتونو خبر ورکړی او وايي چې له دې وروسته به د افغانستان د لاریو ټولو ډرېورانو څخه ویزه غوښتل کېږي. د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه تازه مرکه کې ویلي، د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د سوداګریزو مالونو د وړونکو لاریو ډرېورانو ته لازمه ده چې د پاکستان ویزه ترلاسه کړي. د تېرې سې شنبې په ورځ د تورخم دروازه وروسته له هغه بنده شوه چې پاکستاني لوري د افغانستان د لاریو له ډرېورانو څخه د ویزو غوښتنه وکړه، خو په هماغه ورځ ناوخته بېرته د یوه جوړ جاړي په اساس لاره خلاصه شوه. مېرمن بلوچ وویل چې د پاکستان سفارت د سرپرست حکومت له چارواکو سره د بې خنډه سوداګرۍ په اړه د خبرو په حال کې دی.








