سرپرست حکومت له پاکستانه هېواد ته د افغانانو د پانګو او شتمنیو د رالېږدولو په موخه د یوې کمېټې له جوړېدو خبر ورکوي. د سرپرست حکومت ویاند زیاتوي، دغه کمېټه به له پاکستانه د افغانانو د شتمنیو د رالېږدولو په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سرپرست حکومت دې له پاکستان سره په ګډه پر داسې یوې کړنلارې کار وکړي، چې ورسره افغانان په اسانۍ سره خپلې شتمنۍ هېواد ته راولېږدوي. د افغانستان پاکستان سوداګرۍ د ګډې خونې د معلوماتو له مخې په پاکستان کې مېشتو افغانانو په دغه هېواد کې په بېلابېلو برخو کې درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.








