د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی خو په بازارونو کې د توکو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی نه دی راغلی. دوی وايي د ژمي په درشل کې د خوراکي او نورو اړینو توکو مخ په لوړه روانو بیو ته اندېښمن دي. د شمېرو له مخې، په تېرو دریو میاشتو کې د ډالر په مقابل کې د افغانیو ارزښت شاوخوا ۲۵ سلنه لوړ شوی دی. په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې هره اونۍ د اسعارو د ارزښت له بدلون سره، د توکو نرخنامې بدلوي او پر پلورونکو یې ویشي. خو ځیني ښاریان نیوکه کوي چې دغه نرخنامې په وخت نه وېشل کیږي او له امله یې توکي په لوړه بیه پلورل کیږي. د کابل ښاروالۍ چارواکي د افغانیو د ارزښت لوړېدل ګټور بولي او ټینګار کوي چې د ښاروالۍ له خوا د وېشل شویو نرخنامو څخه سرغړونکو دکاندارانو او سوداګرو ته سزا ورکول کیږي.








