د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې له یو شمېر سوداګرو سره د لېدو ترڅنګ له راستنو شویو کډوالو سره د ۱۰۰۰ کمپلو مرسته هم کړې ده. نوموړي د سپین بولدک ولسوالۍ له یو شمېر سوداګرو سره د دوی د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي. د کندهار ولایت د رسنیو دفتر په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، عزیزي په دغه لیدنه کې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د بندو کانټینرونو د خوشې کېدو، د موټر پلورنځیو د مالیې د لوړوالي، د ترانسپورټ د کرایو د لوړوالي او دغه راز د ورته نورو ستونزو د حل یې ډاډ یې ورکړی دی.








