د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله په دریو کلیو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د بغلان د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس، رسنیو ته تاید کړې او ویلي یې دي، چې تېره شپه په چشمه جنګان، دهنه بالا او زېرقلا سیمو کې د سېلابونو د راوتلو له امله نږدې سل کورونه زیانمن شوي دي. د را وتلو سېلابونو له امله تر اوسه پورې سرچینو داسې څه نه دي ویلي چې ځايي خلکو ته دې مرګ ژوبله اوښتې وي. د بغلان د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي چې د دوی د ژغورنې ډلې او سرویې ټېمونه یادې ولسوالۍ ته د سېلاب ځپلیو کورنیو د شمېر د معلومولو او سېلاب ځپلیو سره د مرستې په موخه رسېدلي.








