د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې پر خپله ایکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تیره ورځ له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۱۶ افغان کډوال د تورنټو ښارته انتقال کړي دي. دې ادارې ویلي چې کاناډا ته دا نوي رسیدلي افغان کډوال به د یاد هیواد په ۳۶ ښاري سیمو کې ځای پر ځای شي. په کاناډا کې د میشتو افغان کډوالو د مالوماتو له مخې دا په تیرو دوو اونیو کې له پاکستان څخه کاناډا ته د افغان کډوالو د انتقال درییمه الوتنه ده، چې په دې دریو واړو الوتنو کې له زرو څخه زیات افغان کډوال کاناډا ته انتقال شوي دي. د مالوماتو له مخېکاناډا په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د پاکستان، تاجیکستان او متحده عربي اماراتو څخه افغان کډوال په چارټر شویو الوتکو کې دغه هیواد ته انتقال کړي دي.








