د برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د ازبیکستان وارداتي برېښنا، په یاد هېواد کې د برېښنا تأسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې په موخه، د پنجشنبې په ورځ، د روانې لیندۍ میاشتې په ۲ مه نیټه د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې ۵۰ سلنه را ښکته کړي، چې له امله به یې ورسره جوخت په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي هم زیاته شي. افغانستان هغه هیواد دی چې په سلو کې ۳۰ سلنه شته برېښنا په کور دننه ترلاسه کوي او ۷۰ سلنه نوره یې بیا له ازبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.








