د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. ښاغلي کرزي دغه څرګندوني د ایران د ستراټېژیکو بهرنیو اړیکو شورا له غړي مهدي مصطفوي، د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي سره د لیدنې پر مهال کړې دي او پرون چهارشنبه یې پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي دي او د دې ترڅنګ یې له ایراني چارواکو سره په دې لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره د تهران د همکارۍ د دوام غوښتنه هم کړې ده. د یادولو وړه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت هم په یوه بیان کې د افغان نجونو پر زده کړو او د پوهنتونونو په پرانیستل کېدو ټنګار کړی وو.








