د هرات ولايت زنده جان ولسوالۍ په آسيا بادک کلي کې د زلزله ځپلو لپاره ۶۰ د استوګنې کورونه جوړیږي. د یادو کورونو د بنسټ ډبرې کیښودو پرمهال یوه غونډه هم جوړه شوې وه، چې د هرات د والي په ګډون پکې د یاد ولایت یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو. د هرات والي په دې غونډه کې له هغو صنعتکارانو هم مننه وکړه، چې د زلزله ځپلو لپاره د دې کورونو په جوړولو کې مرسته کوي. یو شمېر صنعتکارانو ډاډ ورکړ، چې د زلزله ځپلو هېوادوالو سره به د ستونزو د هواري او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې تر خپل وس او توان پورې د سرپرست حکومت تر څنګ خپلې پشپړې همکاري ته دوام ورکوي.








