په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر سیاسي مرستیال پنجشیر ولایت ته د سفر پرمهال ویلي چې د افغانستان خلک نور د جګړې غوښتونکي نه دي. مارکس پوتزل د پنجشیر له والي سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان خلکو ته باید د ښه ژوند کولو فرصت ورکړ شي. د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي همداراز ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د لا زیاتو مرستو لپاره اړتیا ده چې د سرپرست حکومت ځینې فرمانونه لغوه شي. مارکس پوتزل له نشه يې توکو سره د مبارزې او ډاډمن امنیت په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د نشه يې توکو کرکېله، تولید او قاچاق اخرنۍ ټیټې کچې ته راښکته شوی دی.








