د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي، په دغه هېواد کې د ټولو افغان کډوالو اېستلو ته هم مهالوېش ټاکل کېږي. جان اڅکزي پرون په کوټه کې یوې خبری ناستې ته وویل، چې دا مهالوېش به په راتلونکو شپږو اونیو کې اعلان شي. پاکستان د تېر اکتوبر لومړیو کې بې اسناده کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره وخت ور کړ او تر هغه وروسته هم د دې کډوالو د ستنولو لړۍ روانه ده. پاکستان وايي، تراوسه له درې لکو ۱۷ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دی. جان اڅکزي دا هم ویلي، چې تر جنورۍ پورې به ټول بې اسناده کډوال افغانستان ته ستنوي او له هغه وروسته به د قانوني کډوالو د ستنولو وخت ټاکي.








