د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د روښانه راتلونکې او پرمختګ لپاره حیاتي بللي دي. د حامد کرزي په ټويټر پاڼه ليکل شوي چې نوموړي دغه خبرې په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کتنه کې کړي دي. تر دې وړاندې د حامد کرزي په ګډون بېلابېلو سیاستوالو او نړیوالو ادارو او پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي..








