د پاکستان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه. د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز ويلي، چې دا درې اړخیزه ناسته د اقتصادي اړیکو او سیمهییز اتصال د غښتلتیا لپاره یو مهم اقدام دی. هغه زیاته کړې چې د درې واړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د سوداګرۍ، پانګې اچونې او اړیکو روښانه لرلید موجود دی. په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت سرپرست، د ازبکستان د صدراعظم مرستیال او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز ګډون کړی دی. دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ويلي، چې په دې ناسته کې د ترانس-افغان پروژې، درې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ او د سیمهییز اتصال پر وړاندې په پرتو ستونزو باندې بحث وشو.








