ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران سرحدي امنیتي ځواکونو ۲۱۴۰۷ افغان کډوال چې په غیرقانوني توګه ایران ته داخل شوي وو، له دغه هېواده ایستلي دي. ايراني رسنيو د يوه سرحدي قومندان له قوله ويلي، چې دغه افغانان چې په غیرقانوني توګه ایران ته داخل شوي وو، نیول شوي او افغانستان ته استول شوي دي. هغه زياته کړې چې د ايران پوله ساتو ځواکونو دغه کډوال په تېرو نهو ورځو کې ايران ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال پېژندلي او په دوغارون سيمه کې يې د سرپرست حکومت استازي ته سپارلي دي. دغو چارواکو ويلي چې بهرني اتباع باید د رسمی دروازو له لارې په قانوني توګه ایران ته داخل شي، پرته لهدې به ورسره پرېکنده چلند وشي.








