په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا مشر وايي، له پاکستانه په ناڅاپي ډول د کډوالو راتګ پر افغانستان فشار زیاتوي. د اوچا د افغانستان څانګې مشر ويلي، د نویو کډوالو راستنېدل به پر افغانستان چې له پخوا راهیسې د استوګنځي او ورځنیو خدماتو په ګډون د سرچینو او امکاناتو له کمښت سره مخامخ دی لوی بوج وي. نوموړی وايي، چې ژمي ته یوازې څو اونۍ پاتې دي خو دا کډوال کورونه نه لري او په ډېر بد وضعیت کې دي. ده زياته کړې، ملګروملتونو خپل امکانات د هرات زلزله ځپلو ته ولېږل او راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مرستو رسول اوس یوه لویه ننګونه ده.








