د ماین اکشن ریویو په نوم سازمان وايي، افغانستان د هغو درېیو هېوادونو له ډلې دی چې ډېره ځمکه یې له ماینونو ډکه ده. دغه سازمان په يوه تازه خپاره کړي راپور کې په ۲۰۲۳ کال کې د هغو هېوادونو وضعیت ته کتنه کړې چې د ماینونو له امله اغېزمن شوي دي. په دې راپور کې راغلي، چې افغانستان، عراق او کمبودیا هغه هېوادونه دي چې تر ۱۰۰ کیلو متر مربع ډېره خاوره یې په ماینونو ککړه ده. په راپور کې ویل شوي دي، چې یوازې د افغانستان په ۵۳ کیلومتره مربع خاوره کې ماینونه شته. دې سازمان زياته کړې، چې په ۲۰۲۲ کال یې د یو کیلو متر مربع ځمکې ماین پاکي ۲ کیلو متره مربع ته ډېره کړې ده چې ډېری سيمې يې په هلمند او کندهار ولایتونو کې دي.








