د اوبو او انرژۍ وزارت په کابل ولايت کې د څه دپاسه ۴۰ ميليونو افغانيو په لګښت د چک ډیمونو جوړولو د چارو پيل کېدو خبر ورکړی دی. د يادو پروژو د پلي کولو موخه د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا، د موسمې سیلابونو کنترول او د سیلابونو د ویجاړیو مخنیوی بلل شوی دی. له دې مخکې هم په يو شمېر ولايتونو او ولسواليو دې ته د ورته ډيمونو د جوړولو چارې پيل شوي او ځيني یې سر ته رسېدلي.








