د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د افغانستان اقتصادي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې دغه هېواد اوس هم له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او د زرګونو کډوالو کورنیو د جذب وړتیا نه لري. د دغې کمېټې د اسیا برخې مرستیالې ننسي دنټ، له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، شونې ده چې دا وضعیت په ټول افغانستان کې لا بدتر شي. نوموړې زیاتوي، دغه هېواد نهشي کولای چې زرګونه کډوالې کورنۍ جذب کړي، هغه کډوال چې راځي ډېر احتمال شته چې دا به اقتصاد نور هم زیانمن کړي او له همدې امله د ټول افغانستان وضعیت د خرابېدو احتمال شته. دې ويلي، موږ راروان دی او شرایط په چټکۍ سره خرابېږي.








