د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو یاد ولایت ته له ارجنتاین، چیلي، هسپانیې او آلمان هېوادونو څخه د ۱۱ بهرنیو سیلانیانو د سفر خبر ورکړی دی. په ورته وخت کې بهرني سیلانیان هېواد کې له شته امنیت څخه خوښي ښيي او وايي چې د مجازي سایټونو خپرونې حقیقت نه لري او د افغانستان خلک په آرامه او امن فضا کې ژوند کوي.








