د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، چې د ډنډ پټان ولسوالۍ خرلاڅي لاره د بېرته راستنېدونکو کډوالو پرمخ خلاصه او لسګونه کورنۍ له پاکستان څخه پکتیا ته راستنې شوې، چې دا لړۍ به دوام ولري. مسوولین وايي، چې د دغو کډوالو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی او په نورو افغان کډوالو غږ کوي، چې خپل هېواد ته دې راستانه شي. دغه ولایت ته تازه راستانه شوي کډوال وايي، خوښ دي چې خپل هېواد ته راستانه شول. دوی له سرپرست حکومت څخه د مرستې او کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي. د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ولایتي کمېټې مسوولین وايي، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه کېږي او ډاډ ورکوي چې کډوالو ته به کاري زمینې برابرې کړي.








