د سرپرست حکومت مرکزي وياند د پاکستان د موقت لومړي وزير د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، دوی د خپل هېواد په څېر په پاکستان کې هم امن غواړي. نوموړي زياته کړې، هيچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي. ده همداراز ويلي، افغانستان په پاکستان کې د امنيت ټينګولو مسووليت نه لري او دغه هېواد دې خپلې کورنۍ ستونزې خپله حل کړي. د پاکستان موقت لومړي وزير ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې ترهګريزې پېښې ډیرې شوي دي.








