د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، په افغانستان کې له جګړو پاتې ناچاودي توکي هره میاشت له ۶۰ زیات کسان وژني. دغې ادارې زياته کړې، د ناچاوده توکو ډېری زيان ليدونکي ماشومان دي. یاده اداره زياتوي، چې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو دوه، دریمه یې له جګړو پاتې ناچاودي توکي لري. اوچا د ناچاودې توکو له پلوه افغانستان په نړۍ کې په ترټولو ناوړه وضعیت کې بللی دی.








