د کندوز سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د درېیو پراختیايي پروژو د پیل خبر ورکوي. د کندوز ښاروال ګل نبي انس ویلي، چې په دغه ولایت کې د ښاروالۍ له پراختیايي پروژې څخه د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۳ پروژې پيل کړې دي، چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي. نوموړي ویلي، چې په دې پروژو کې د استقلال پارک د لامبو وهلو حوض د رغولو، د بشرحقونو اړوند پارک د بیا رغولو او د کندز ښار د میوې مارکېټ د جغل اچول شامل دي.








