د بې سرحده خبریالانو ټولنې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په دې هېواد کې پراته افغان خبریالان دې نه باسي. دغې ټولنې ويلي، چې په پاکستان کې پراته افغان خبریالان د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېږي، پیسې ترې اخیستل کېږي، په خپلسري ډول نیول کېږي، د کورونو د خاوندانو له فشار سره مخامخ دي او د ویزو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنو ته یې ځواب نه ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته یو شمېر خبریالان پاکستان ته کډوال شوي. که څه هم د دوی دقیق شمېر نه دی معلوم، خو د بې سرحده خبریالانو ټولنې ویلي چې شمېر یې له ۲۰۰ زیات دی.








