د ملګرو ملتونو یوې چارواکې یوځل بیا د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار موضوع رابرسېره کړې او غوښتنه یې کړې ده چې باید د دې ستونزې د حل لپاره نړیواله ټولنه له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي. د آسیا پاسیفیک سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې د ساحوي دفتر مشرې کاني ویګناراجا په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید په دې اړه له سرپرست حکومت سره ډیالوګ وکړي او د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي. مېرمن ویګناراجا همداراز د افغان مېرمنو د ذهني روغتیا او په کم عمر د نجونو د ودونو په اړه، هغه هم په داسې حالت کې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا زیات خراب شوی، اندېښنه څرګنده ښودلې ده.








