په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت نن د پاسپورټونو د وېش بهیر پيلوي. دغه سفارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په ابوظبۍ او العین ښارونو کې افغان اتباع کولای شي د پاسپورتونو ترلاسه کولو لپاره د دغه سفارت د قونسلګرۍ برخې ته ولاړ شي. له دې وړاندې هم په ځينو هېوادونو کې د افغان سفارت له لوري افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړې ده.








