د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپله رویه بدله کړي، ګنې دوی به یې پر وړاندې سخت غبرګون وښيي. نوموړي چې نن یې په کابل کې د افغانستان راتلونکي اقتصادي پراختیا په تړاو نړیوال کنفرانس تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، د پاکستان امنیتي ځواکونه ظالمان او رشوت خواره وبلل او ویې ویل چې له افغان کډوالو یې د هغوی پیسې او شتمنۍ لوټلي دي. هغه له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج ظالمانه او یو طرفه پرېکړه وبلله او زیاته یې کړه، دا ډول اخراج د ګاونډیتوب او ټولو نړیوالو اصولو خلاف دی. ستانکزي دا هم وویل چې پاکستان افغان کډوال یوه وسیله ګرځولې چې له نړۍ پرې میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي او د افغان کډوالو له وجوده یې ډېرې مالي ګټې په لاس راوړي دي.








