د اقتصاد وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي دي. په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست د هرات له زلزله ځپلو سره د چین د بشري مرستو د قدردانۍ ترڅنګ له راستنو شویو افغان کډوالو سره د دغه هېواد د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده. دغه راز د چین استازي د افغانستان خلکو ته د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړی او زیاته کړې يې ده، چې هڅه کوي له راستنو شویو افغانانو سره هم مرسته وکړي.








