پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د دغه وزارت اړوند د ټولو ولايتي رئيسانو د ظرفيت لوړولو ځانګړی روزنيز پروګرام تېره ورځ په کابل کې پیل شو. د یاد وزارت سرپرست د دغه پروګرام د پیل په مراسمو کې ويلي چې ولايتي رئيسان بايد په ټول توان سره د ورسپارل شويو مسوليتونو د ښه تر سره کولو هڅه وکړي. نوموړي همدارنګه ټولو ولایتي رئيسانو ته لارښوونه وکړه، چې د بیت المال له پیسو سره ډېر احتیاط وکړي، مرسته شوي توکي تر مستحقو کسانو ورسوي او د شناخت او خپلوۍ په اساس چاته څه ورنکړي.








