د نورستان د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د تطبیق کوونکې موسسې په تخنیکي همکارۍ ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه روغتیایي کمپ پرانیستل شو. په دغه روغتیایي کیمپ کې د (او. پي. ډي) واکسناسیون، لابراتوار، ټولنیز او رواني او د مور او ماشوم د درملنې څانګې فعالېږي، چې د مجهزو امبولانسونو په درلودلو سره به په کې څلورویشت ساعته خدمات وړاندې کېږي. د مسوولینو په خبره تورخم ښارګوټي کې د نورستان د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي کمپ ټول لګښت د تطبیق کوونکې موسسې د داخلي بودجې څخه ورکول کېږي او تر دوو میاشتو پورې به د راستنېدونکو هېوادوالو چوپړ کوي.








