له پاکستانه د افغانانو د ایستلو لړۍ روانه ده او په دې ترڅ کې پرون هم زرګونه کسان د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول. د سپین بولدک د کډوالو چارو آمر عبداللطیف حکیمي وايي، چې یوازې پرون د سپین بولدک – چمن له لارې شاوخوا ۱۵زره افغانان هېواد ته راستانه شول. حکیمي وايي چې دا د تېرو دریو ورځو تر ټولو لوړه شمېره وه. نوموړی اټکل کوي چې په راروانو ورځو کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې ښايي نور زیاتوالی هم راشي. د راپورونو له مخې، وروسته له دې چې د پاکستان حکومت افغانانو ته د نوامبر لومړۍ نېټه له دې هېواده د وتلو مهلت وټاکه، تراوسه شاوخوا ۱۶۵ زره افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.








