د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي په یوه خبرپاڼه که له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې او دغه چاره یې «د بشري حقونو او نړۍوالو اصولو خلاف عمل» بللی دی. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري د افغان کډوالو شتمنیو او اسنادو په زور اخیستل د دوی پر حقونو نه منونکی تیری دی. پخواني ولسمشر پاکستان کې پر متنفذینو، بشر حقونو مدافعینو او اړونده نړۍوالو بشري بنسټونو غږ کړی چې د پاکستان حکومت د روان چلند مخه ونیسي. ښاغلي کرزي د هېواد د ننه افغانانو څخه غوښتي چې د پاکستان له لوري له افغان کډوالو سره د روان چلند پر ضد ودریږي او د حقونو د دفاع غږ یې پورته کړي.








